د پاکستان د دفاع وزیر په غیر مستقیمه بڼه منلې، چې له طالبانو سره د رامنځته شویو کړکېچونو د حل لپاره د درېیمګړي له لوري خبرې پيل شوې دي.
خواجه محمد آصف پرته له دې چې د منځګړو نومونه واخلي، خبرداری ورکړی چې که دا خبرې ناکامې شي، پاکستان به یو ځل بیا پر طالبانو خپل پوځي بریدونه پيل کړي.
په همدې حال کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې له پاکستان سره د کړکېچونو د حل لپاره پر خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ پوځي برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
په همدې منځ کې، سرچینې آمو ته وایي چې تر دوو ورځو وروسته به په خیبر پښتونخوا کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو د پای ته رسولو لپاره ګډه سولهییزه جرګه هم جوړه شي.
