د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له طالبانو سره لنډمهاله اوربند پای ته رسېدلی او د دغه هېواد د پوځ بریدونه به تر هغو چې امنیتي موخو ته ورسېږي، د افغانستان پر خاوره دوام ولري.
له دې سره هممهاله، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستاني هوايي برید د ارزونې موندنې خپرې کړي، دا برید یې ناقانونه بللی او ویلي یې دي چې دا پېښه ښایي د جګړې د جرم په توګه وبلل شي. دې سازمان د دې پېښې د مرګژوبلې شمېر څه کم ۱۴۳ تنه ښودلی دی.
په ورته مهال، سرچینې آمو ته وایي چې تېره شپه د پاکستان پوځ د کونړ ولایت ځینې سیمې په توپچي بریدونو سره په نښه کړې.
