لویدیځه اسیا

ټرمپ د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه وځنډول

انځور له ارشیف څخه

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو به د بریدونو وقفه د اپریل میاشتې تر لومړۍ اوونۍ وغځوي

ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې اترې په خورا ښه توګه روانې دي، خو بلخوا ایراني چارواکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز یو اړخیز او غیر عادلانه بللی دی

دا څلور اوونیزه جګړه چې په ټول منځني ختیځ کې خپره شوې، تر دې دمه یې زرګونه کسان وژلي او د تېلو د بیو په لوړولو سره یې نړیوال اقتصاد ته سخت زیان رسولی دی

د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران بریدونه د فبرورۍ په ۲۸مه وروسته له هغه پیل شول چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې ناکامه شوې

ټرمپ تېره پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د کابینې په غونډه کې ګواښ وکړ چې که ایران هوکړې ته غاړه کېنږدي، فشار به پرې زیات کړي، خو وروسته یې په خپله ټریوت سوشل پاڼه کې ولیکل چې پر ایراني انرژۍ مرکزونو به بریدونه د لسو ورځو لپاره د ۲۰۲۶ کال د اپریل تر ۶مې نېټې وځنډوي

هغه زیاته کړه چې خبرې اترې روانې دي او د درواغجنو رسنیو د راپورونو خلاف، هر څه په ښه توګه پر مخ ځي

خو تهران بیا ویلي چې دوی له واشنګټن سره هیڅ ډول مخامخ خبرې نه دي کړې، تر اوسه دا نه ده معلومه چې ټرمپ له چا سره مذاکره کوي، ځکه په دې جګړه کې ډېر لوړپوړي ایراني چارواکي وژل شوي دي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران پخپله د بریدونو د بندولو غوښتنه نه وه کړې، خو ټرمپ ادعا کوي چې ایرانیانو ترې د اوو ورځو وقفې غوښتنه کړې وه