لویدیځه اسیا

د ایران پوځي ویاند: امریکا له خپل ځان سره په مذاکراتو بوخته ده

Photo: Reuters

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد یو پوځي ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات له خپل ځان سره مذاکرات کوي؛ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل تهران غواړي په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره معامله وکړي.

یوې باوري سرچینې تېره ورځ رویټرز ته ویلي وو چې واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه ۱۵ ماده ییزه طرحه چمتو کړې او تهران ته یې لېږلې ده.

بلخوا د ایران د وسله والو ځواکونو د مرکزي قرارګاه (خاتم الانبیاء) ویاند ابراهیم ذوالفقاري د امریکا پر مشرتابه ملنډې وهلې او ویلي یې دي: «ایا ستاسو د دننني کړکېچ کچه دې حد ته رسېدلې چې له خپل ځان سره مذاکرات کوئ؟»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زموږ په څېر خلک هېڅکله ستاسو په څېر خلکو سره جوړجاړی نه شي کولی.»

 ذوالفقاري دا هم وویل چې تر هغو به په سیمه کې د امریکا پانګونه او د جګړې دمخه د تېلو بیې بېرته حالت ته رانه‌شي، ترڅو چې واشنګټن دا حقیقت ونه مني چې د سیمې ثبات یوازې د ایران د وسله والو ځواکونو له لوري تضمین کېدای شي