نن سې شنبه، د حمل ۴مه، د توبرکلوز یا «سل» ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې توبرکلوز لا هم په افغانستان کې یو له سترو روغتیايي ګواښونو څخه دی او هر کال په زرګونو کسان پرې اخته کېږي.
د ملګرو ملتونو د بنسټونو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په هرو ۱۰۰,۰۰۰ کسانو کې د سل ناروغۍ د ۲۰۳ پېښو په ثبت سره، دا ناروغي لا هم د افغانستان د روغتیايي سکټور یو له اصلي ننګونو څخه ګڼل کېږي.
یو شمېر ناروغان د ناروغۍ په ناوخته تشخیص او درملنه کې له ځنډ څخه شکایت کوي او په دې برخه کې د روغتیايي خدماتو پر ښه والي ټینګار کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ناروغۍ د لومړني تشخیص، درملنې ته د غوره لاسرسي او پراخې همکارۍ پر اهمیت په ټینګار سره، د دې ناروغۍ د کنټرول او په پای کې د له منځه وړلو لپاره د بیړنیو او همغږو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د د روغتیا نړیوال سازمان استازی، اډوین سنیزا سالواډور وايي: «د سل ناروغۍ په نړیواله ورځ، د روغتیا نړیوال سازمان د لومړني تشخیص د پراخولو، درملنې ته د لاسرسي ښه کولو او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره د ډله ییز عمل غوښتنه کوي چې هیڅوک له پامه ونه غورځول شي.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې د نړیوال صندوق په ملاتړ یې په ټول افغانستان کې د سل ناروغۍ د درملنې خدمات پراخ کړي او تېر کال په هېواد کې له پنځوس زرو ډېر ناروغان تشخیص او تر درملنه یې یې شوې ده
خو د هېواد یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې، وايي چې د دوی ناروغي پر وخت نه ده تشخیص شوې او وضعیت یې خراب شوی دی.
د بادغیس یو اوسېدونکی وايي: «زموږ په سیمه کې سم کلینیک نشته، اړ یو چې د درملنې لپاره ښار ته راشو، زما دواړه سږي د تبرکلوز له امله خراب شوي؛ زموږ په سیمه کې سمه دوا او ډاکټر نشته.»
ډاکټران وايي چې بېوزلي، د پوهاوي نشتوالی او د تشخیص مرکزونو ته د ناروغانو محدود لاسرسی د دې لامل شوی چې دا ناروغي لا هم د هېواد د روغتیايي نظام یوه جدي ننګونه پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې هر کال ۷۵,۰۰۰ کسان په توبرکلوز اخته کېږي او نږدې ۱۰,۰۰۰ تنه یې له امله ژوند له لاسه ورکوي.
