سویلي آسیا

پاکستانۍ ټیک ټاکره ثنا جاوید د خپل مېړه له خوا ووژل شوه

ثناجاوید د خپل مېړه لخوا وژل شوې پاکستانۍ ټک ټاکره

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې پېژندل شوې ټیک ټاکره ثنا جاوید په اسلام‌اباد کې د خپل مېړه له خوا په ډزو وژل شوې ده.

دا ټیک ټاکره مېرمن د اسلام‌اباد د «هومک» پولیسو حوزې په مربوطاتو کې یو سوداګریز مرکز ته نږدې وژل شوې ده. لومړنۍ څېړنې ښيي چې مشکوک کس لومړی پر دې مېرمنې ډزې کړي او وروسته یې پخپله هم ځان وژلی دی.

د اسلام‌اباد پولیسو ویلي، ثنا جاوید چې په ټیک ټاک کې یې د «اوټ لوفره» (Outlawfara) په نوم اکاونټ درلود، د اټک ولایت اصلي اوسېدونکې وه.

پولیسو زیاته کړې چې مشکوک قاتل محمد صادق نومېده، هغه هم د اټک اوسېدونکی و او پخوا یې د اټک په پولیسو کې د افسر په توګه دنده ترسره کوله، خو له کاره ایستل شوی و.

پاکستانۍ رسنیو ته سرچینو ویلي چې محمد صادق لومړی پر خپلې مېرمنې ډزې کړې او بیا یې پر خپل سر ډزې کړي او ځانوژنه یې کړې ده.

د دوی په وینا، په دې پېښه کې درې مرمۍ ډزې شوي او له ځایه یوه ۹ ملي متري تومانچه هم ترلاسه شوې ده.