د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۲ – د ۸ بجو خبرونه

له کندهاره باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې که څه هم طالبان د رسنیو په وړاندې د امریکا خبرداریو ته غبرګون نه ښیي، خو د خبرداریو دغه لړۍ د هبت‌الله آخندزاده د دفتر په یوې جدي اندېښنې بدله شوې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر په دې اړه له خپلو نږدې کسانو سره څو مشورتي غونډې کړې دي.

تازه، د ډونالډ ټرمپ د مرستیال سلاکار پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي چې څلور امریکایي وګړي د طالبانو له‌خوا بندیان دي او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی چې سمدستي دې د «یرغمل نیولو ناوړه عمل» پای ته ورسوي او بندي امریکايي وګړي دې خوشې کړي.