د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۲۸ – د ۸ بجو خبرونه

په کندهار کې د اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو مشر، په کابل کې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله، رامنځته شویو تلفاتو ته له اشارې پرته ویلي، چې که خلک خپل یووالی وساتي، نو هېڅوک به د دوی د نظام په ړنګولو کې بریالي نه شي.

نوموړي همداراز هغه کسان، د طالبانو پر ځای د خدای دښمنان بللې دي، چې د طالبانو د حکومتولۍ پر وړاندې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو موضوعات مطرح کوي.

بل لور ته، په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې ارګ کې هم د رییس الوزرا، سراج الدین حقاني او محمد یعقوب مجاهد له ګډون پرته د اختر لمونځ ادا شوی دی.