د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو لپاره خپل چمتووالي ته دوام ورکوي او له دغو سیالیو څخه د وتلو نیت نه لري، که څه هم امریکا ته سفر ونه کړي.
ایران یو له هغو لومړنیو هېوادونو و چې نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه، خو د روان کال د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ د کړکېچ له امله، په دغو سیالیو کې د ایران ګډون تر پوښتنې لاندې راغلی و.
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې پورې په ګډه په امریکا، مکسیکو او کاناډا کې ترسره کېږي.
د ایران د فوټبال ملي لوبډلې درې واړه لومړنۍ لوبې په امریکا کې پلان شوې وې، خو مهدي تاج د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران فوټبال فدراسیون له فیفا (FIFA) سره په خبرو بوخت دی ترڅو دا لوبې مکسیکو ته ولېږدول شي.
ایران به د مارچ په ۲۷مه له نایجیریا او څلور ورځې وروسته له کوسټاریکا سره په انتالیا کې دوستانه لوبې وکړي. دا لوبې د منځني ختیځ د جګړې له امله له اردن څخه ترکیې ته لېږدول شوې دي.
د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج د چهارشنبې په ورځ «فارس» خبري اژانس ته وویل: «ملي لوبډله په ترکیه کې تمریناتي کمپ لري او هلته به دوه دوستانه لوبې هم وکړو.» هغه زیاته کړه: «موږ به امریکا بایکاټ کړو، خو نړیوال جام نه بایکاټوو.»
تاج دا څرګندونې هغه مهال وکړې چې د ایران د ښځو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته یې د ترکیې په پوله کې ښه راغلاست واایه.
د ایران د ښځو ملي لوبډله له اسټرالیا څخه په یو ستونزمن سفر بېرته ایران ته راستنه شوه. د دغه پلاوي ټولو غړو ته په اسټرالیا کې د پناه غوښتنې وړاندیز شوی و، خو یوازې دوه تنه هلته پاتې شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسټرالیا غوښتي وو چې دغو لوبغاړو ته پناه ورکړي. ټرمپ وروسته وویل، که څه هم د ایران د نارینه وو لوبډلې ته په امریکا کې د لوبېدو اجازه شته، خو ممکن دا د هغوی د «ژوند او خوندیتوب» لپاره مناسبه نه وي.
ټرمپ وروسته ټینګار وکړ چې د لوبغاړو ژوند ته خطر د امریکا له لوري نه دی، خو مهدي تاج چې د ایران د سپاه پاسداران پخوانی غړی دی، د ټرمپ همدغه څرګندونې د لوبو د ځای بدلولو لپاره د دلیل په توګه کارولې دي.
له بلې خوا، د مکسیکو ولسمشرې «کلاډیا شینبوم» ویلي چې هېواد یې چمتو دی د جون په میاشت کې د نیوزیلنډ، بلجیم او مصر په وړاندې د ایران د لوبو کوربه توب وکړي، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړه د فیفا په لاس کې ده.
فیفا ویلي چې د ایران له فوټبال فدراسیون سره په اړیکه کې دي، خو تمه لري چې ټولې لوبډلې د هغې مهالوېش له مخې لوبې وکړي چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۶مه اعلان شوی و.
