نن چهارشنبه د کب ۲۷مه، په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده. دا ورځ په داسې حال کې راځي چې د رسنیو او خبریالانو ملاتړو بنسټونو ویلي، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو نقض نور هم زیات شوی دی.
په هېواد کې د خبریالانو ملي ورځ د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۴مه (د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۵مه) د محمد اشرف غني په مشرۍ د مخکیني حکومت د کابینې له خوا د یوې ملي مناسبتي ورځې په توګه تصویب او د هېواد په رسمي کالیزه کې درج شوه.
خو په وروستیو کلونو کې د هېواد خبریالان او رسنۍ له هر وخت څخه ډېر له ګواښونو، محدودیتونو او پراخو ځپلو سره مخ شوي دي.
ورته مهال، باخبره سرچینو تر دې وړاندې آمو ته ویلي وو چې د پاکستان له وروستیو هوايي بریدونو وروسته، طالبانو د وضعیت د مدیریت لپاره پر کورنیو رسنیو «فشار او سانسور» څو چنده زیات کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هغوی په افغانستان کې پر رسنیو سخت محدودیتونه او سانسور لګولی دی.
طالبانو یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، چې پر افغانستان یې د واکمنۍ څلورم کال و، ۱۵ انځوریزې رسنۍ وتړلې؛ دا هغه کال و چې د تېرو کلونو په څېر په ټول افغانستان کې د خبریالانو لپاره له ننګونو او خطرونو ډک و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له خوا د رسنیو پر وړاندې د سانسور، ګواښ او تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاته شوې وه.
دغه بنسټ د هېواد د رسنیو، بیان آزادۍ او خبریالانو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې، په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي او د رسنیو د حقونو د نقض د ۲۰۵ پېښو د ثبتولو خبر ورکړی دی.
د دې مرکز موندنې ښیي چې پنځه خبریالان د ۲۰۲۵ کال تر پایه لا هم د طالبانو په زندانونو کې وو.
د آمو د موندنو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې، طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون د اوولسمې مادې په پلي کولو سره، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ساه کښو موجوداتو د انځورونو په خپرولو هم بندیز ولګاوه.
