ښځې

ملګري ملتونه: له پاکستان سره د نښتو په زیاتېدو د افغان ښځو وضعیت لا «خراب» شوی

انځور- ملګرو ملتونو څخه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، که څه هم روان کال لا له وړاندې په افغانستان کې د ښځو لپاره ستونزمن و، خو له پاکستان سره د نښتو په زیاتېدو د هغوی شرایط لا «خراب» شوي دي.

دې بنسټ په یوه بیانیه کې ویلي چې په دغو نښتو کې تر اوسه د وژل شویو ملکي وګړو لویه برخه ښځې او ماشومان دي.

د دغې بیانیې له مخې، د هېواد په ختیځو سیمو کې له ۶۴ زرو څخه زیات کسان زیانمن شوي چې تر نیمایي ډېرې یې ښځې او نجونې دي. ډېری ښځې په یوه کال کې د جګړو او زلزلې له امله څو ځلې د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبورې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو وضعیت «عادي» ونه ګڼي او د هغوی د وضعیت د بدلون لپاره د نړۍ دوامداره ملاتړ او پاملرنه اړینه ده.

پناه ځای، روغتیايي خدمتونه، پاکې اوبه، د بې ځایه کېدو په لارو کې د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ کېدل، کار او خدماتو ته لاسرسی او همداراز حقوقي اندېښنې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د مهمو ننګونو په توګه یاد شوي دي.

دې بنسټ ورته مهال ویلي چې د طالبانو جزا قانون د ښځو د حقوقي برابرۍ د کمېدو او حتی د کورني تاوتریخوالي د ځینو ډولونو د جواز لامل شوی دی؛ یوازې ۱۴ سلنه ښځې بنسټیزو عدلي خدماتو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې ۵۳ سلنه نارینه دغو خدماتو ته لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې همداراز زیاته کړې چې په هېواد کې تر ۱۰.۷ میلیونو ډېرې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې بنسټ ټینګار کړی چې د بیو لوړېدو په ځانګړې توګه د هغو کورنیو ژوند چې سرپرستي یې ښځې کوي، لا ستونزمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه زیاتوي چې په ورته وخت کې په هېواد کې د ښځو لپاره د مرستو رسولو پروګرام د بودیجې له سخت کمښت (شاوخوا ۵۰ سلنه) سره مخ دی.