فرهنګ او هنر

«یوه جګړه بلې پسې» فلم د اسکار د غوره فلم جایزه وګټله

انځور- د اسکار جایزو ویشلو د ۲۰۲۶ کال پروګرام

د پل توماس انډرسن جوړ شوي فلم «یوه جګړه بلې پسې»  (One Battle After Another)، د ۲۰۲۶ میلادي کال د اسکار د غوره فلم جایزه وګټله.

په دغه فیستیوال کې امریکایي فلم جوړونکي، توماس انډرسن شپږ جایزې خپل کور ته یوړې؛ همداراز جسي باکلي، مایکل بي جرډن او جیکوب الورډي د هغو نورو فلم جوړونکو له ډلې دي چې د سږني کال د اسکار جایزې یې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې «یوه جګړه بلې پسې»، یو هیجان لرونکی کومیډي فلم دی چې په خورا لوړ لګښت جوړ شوی او د توماس پینچون له «واینلنډ» څخه پکې الهام اخیستل شوی دی.

انډرسن د اسکار په شپه د جایزې د ترلاسه کولو په لومړۍ وینا کې وویل: «ما دا فلم د خپلو اولادونو لپاره لیکلی، ترڅو له هغې کورنۍ ګډوډۍ څخه بښنه وغواړم چې موږ په دې نړۍ کې پرېښې او دوی ته یې سپارو.»

دغه امریکایي فلم جوړونکي دا هم زیاته کړې چې هیله لري ځوان نسل به په ټولنه کې د «سلیم عقل او شرافت» په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي.

انډرسن له دې وړاندې د «بوګي شپې»، «وینه به توی شي» او «د خیال تار» په څېر فلمونو لپاره نوماند شوی و او فلمنامې یې ورته لیکلې وې.

همداراز د لارښودنې (ډایرکټري) او د نارینه مرستیال لوبغاړي جایزې شان پین ته ورکړل شوې، چې هغه په دې سره د اداکارۍ خپله لومړۍ د اسکار جایزه وګټله؛ دا هغه جایزه وه چې په دې صنعت کې یې له ډېر وخت راهیسې غوښتنه کېدله.

د یادونې وړ ده چې د اسکار جایزې په نړۍ کې د سینما تر ټولو معتبرې جایزې دي، چې هر کال په امریکا کې د «سینما د علومو او هنرونو اکاډمۍ» لخوا غوره اثارو او د سینما کارکوونکو ته ورکول کېږي.

دا مراسم چې په ۱۹۲۹ میلادي کال کې پیل شوي، د اکاډمۍ د غړو یا د سینما د متخصصینو ترمنځ د رایې ورکولو پر بنسټ په بېلابېلو برخو لکه غوره فلم، لارښودنه او اداکاري کې ګټونکي ټاکي.