کډوالي

امریکایي سناتور په توقیف کې د یوه افغان د مړینې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه

کریس کونز سناتور د امریکا متحده ایالاتو د دلاور ایالت سناتور

د امریکا د دلاور ایالت سناتور، کریس کونز، د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف ځای کې د «نظیر» په نوم د یوه مړه شوي افغان تبعه د نیول کېدو او مړینې په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي دغه رازه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیانیه کې په امریکا کې له دغه افغان سره د هر ډول احتمالي ناوړه چلند په اړه د ځواب ویلو غوښتنه هم کړې ده.

کریس کونز ویلي دي چې نظیر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ۲۰ کلن شتون په جریان کې د هغوی د سرتېرو تر څنګ جګړه کړې وه او په دې وعده امریکا ته راغلی و چې متحده ایالتونه به یې ساتنه وکړي؛ خو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) له خوا ونیول شو او له ۲۴ ساعتونو وروسته «ووژل شو».

تر دې وړاندې په متحده ایالتونو کې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټ «افغان ایوک» ویلي وو چې د نظیر په نوم یو افغان تبعه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د “افغان ایوک” رییس، شان وان‌دایور، د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې هغه سره یو ټیلیفوني اړیکه شوې چې پکې د ټیکساس ایالت په یوه توقیف ځای کې د دغه سړي د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د هغه په وینا، دغه سړی چې نظیر نومېده، تر دې وړاندې د متحده ایالتونو له ځانګړو ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کې ونډه درلوده او له امریکایي پوځ سره یې همکاري کړې وه.

دغه کس د امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ په جریان کې روزل شوی و، په عملیاتو کې یې ګډون درلود او څو ستاینلیکونه یې هم ترلاسه کړي وو.

وان‌دایور زیاته کړه چې نظیر د جمعې په ورځ د خپلو اولادونو د سترګو وړاندې ونیول شو او د کډوالۍ ادارې توقیف ځای ته یووړل شو؛ خو له ۲۴ ساعتونو لږ وخت وروسته، د شنبې په ورځ په توقیف کې مړ شو.

د دغه بنسټ رییس وایي چې لا هم د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه ډېرې پوښتنې شتون لري او په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

هغه همداراز وویل چې د دغه افغان له ورور، مېرمن او شپږو اولادونو سره یې خبرې کړې دي او هغوی له دې پېښې سخت غمجن دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یوه ۴۱ کلن روغ رمټ سړي مړینه په توقیف کې له ۲۴ ساعتونو لږ وخت کې “طبیعي نه ده” او باید په اړه یې وضاحت ورکړل شي.

امریکایي چارواکو او د امریکا د کورني امنیت وزارت، چې د کډوالۍ اداره یې تر چتر لاندې فعالیت کوي، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.