د هالند په پلازمېنه امسټرډام کې د شنبې په سهار وختي د یهودانو پر یوه ښوونځي چاودنه شوې، ښاروالې دا برید «د یهودانو پر ټولنې یو قصدي برید» بللی دی.
د امسټرډام ښاروالې «فیمکي هالسما» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه د ښار په سويلي برخه کې په یوه استوګنیزه سیمه کې شوې چې زیان یې لږ دی. پولیس او د اور وژنې ډلې په چټکۍ سره سیمې ته رسېدلي او په پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
دا برید پر داسې مهال کېږي چې په هالند کې د یهودانو د مرکزونو امنیتي تدابیر وار دمخه وروسته له هغه سخت شوي وو، چې د تېرې جمعې په شپه په «روټرډام» ښار کې یوې کنېسې (یهودي عبادت ځای) ته اور اچول شوی و. همداراز تېره دوشنبه په ګاونډي هېواد بلجیم کې هم د یهودانو پر یوه عبادت ځای چاودنه شوې وه.
ښاروالې هالسما زیاته کړه: «دا د یهودانو د ټولنې پر وړاندې یو بزدلانه عمل دی. په امسټرډام کې یهودان په زیاتېدونکي ډول له سامي دښمنۍ (Antisemitism) سره مخ دي، چې دا هېڅکله د منلو نه ده.»
د یادونې وړ ده چې پر ایران د امریکا او اسرایلو له بریدونو او د تهران له غبرګون وروسته، په ټوله نړۍ کې د یهودانو پر مرکزونو د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
