د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارته یوې سرچینې آمو ته ویلي چې د پاکستاني دیني عالم فضلالرحمن خلیل په مشرۍ، د پاکستان یوه درې کسیز پلاوي کابل ته سفر کړی دی.
د سرچینې په وینا، دې پلاوي یوازې په پټه توګه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلې دي.
سرچینې دا نه دي ویلي چې آیا دا پلاوی لا هم په کابل کې دی که بېرته پاکستان ته ستون شوی دی. دوه ورځې مخکې هم د طالب سرچینې په ګډون، دوو سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې د پاکستاني دیني عالم او د «حرکات مجاهدین» بسنټ ایښودونکي فضل الرحمن خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی، څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل په اړه خبرې وکړي.
