د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۱۹ – د ۸ بجو خبرونه

امریکا، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې د ناعادلانه نیونو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې طالبان د ترهګرۍ له تاکتیکونو کار اخلي او افراد د باج اخیستنې یا سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره تښتوي.

مارکو روبیو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې دا ډول چلند د ټرمپ په اداره کې پایله نه ورکوي او باید ژر تر ژره امریکایي یرغمل خوشې کړي.

له دې سره هم مهاله، د یرغمل شویو په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې له ونزویلا او ایران وروسته، د دوی وار دی.

له بلې خوا، د امریکا له ګواښونو وروسته طالبانو د بندیانو د مسئلې په اړه د ټرمپ له ادارې سره د خبرو غوښتنه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هیڅ امریکایي بندي د سیاسي امتیاز اخیستنې لپاره نه ساتل کېږي.