افغانستان

غور کې هټۍ ‌وال: د سوند توکو بیې په هر لېټر یا کیلو کې تر ۱۰ افغانیو لوړې شوې دي

انځور- غور کې د ګازو یو پلورنځای

په غور ولایت کې یو شمېر هټۍ‌وال وايي چې په دغه ولایت کې د تېلو او ګازو په ګډون د سوند توکو بیې لوړې شوې دي. دوی وايي د هر لېټر پټرولو بیه له ۶۰ افغانیو څخه ۷۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

د دوی په وینا، د مایع ګاز په بیه کې هم د هرې کیلو په سر له ۷ تر ۱۰ افغانیو پورې زیاتوالی راغلی دی.

عبدالروف د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د ګازو پلورلو هټۍ لري. هغه وايي چې په وروستیو ورځو کې د ګازو بیې لوړې شوې دي.

د دې هټیوال په وینا، اوس یو کیلو ګاز په ۵۲ تر ۵۳ افغانۍ پېري او په ۵۶ تر ۵۸ افغانۍ یې پلوري. هغه زیاتوي چې د تولک ولسوالۍ اوسېدونکي د کمزوري اقتصاد له امله د دغه ډول سوند توکو څخه لږ ګټه اخلي.

عبدالروف وايي: “مخکې به مو یو کیلو ګاز په ۴۴ یا ۴۵ افغانۍ راوړ، خو اوس ۵۲ او ۵۳ افغانیو ته رسېدلی. د خلکو اقتصادي حالت هم ډېر خراب دی او توان نه لري چې په دې لوړه بیه ګاز وکاروي.”

بل لور ته، په دغه ولسوالۍ کې اوسېدونکي او هټۍ‌وال د نفتي توکو په ځانګړي ډول د پټرولو له لوړې بیې هم شکایت کوي. دوی وايي په دغه ولسوالۍ کې یو لېټر پټرول له ۷۰ تر ۷۵ افغانیو پورې پلورل کېږي؛ هغه بیه چې د ډېری اوسېدونکو له وسې پورته ده.

یو بل هټۍ‌وال فقیر احمد وايي: “په ټانکونو کې د تېلو (ډیزلو) بیه ۷۰ تر ۷۵ افغانۍ ده او په هټیو کې تر ۸۰ او ۸۵ افغانیو پورې رسېږي. ان خلک د دې وس نه لري چې خپل نقلي وسایط لکه موټرسایکلونه له کوره راوباسي.”

د غور ولایت د اړتیا وړ نفتي توکي د هرات او کابل له لارې تأمینېږي. د دغو توکو بیې په بېلابېلو ولسوالیو کې د لېږد-رالېږد د لګښتونو له امله یو له بل سره توپیر لري.

د بېلګې په توګه، په سرحدي ولسوالیو لکه تولک، تیوره او پسابند کې چې نفتي توکي د هرات او بامیان له لارې ورته رسېږي، بیې یو څه کمې دي؛ خو د غور په مرکز کې د لیرې واټن او د لېږد د زیاتو لګښتونو له امله بیې تر دې هم لوړې دي.