افغانستان

د درېیم ځل لپاره د احمد شاه مسعود قبر د ډبرې د ماتېدو پر وړاندې غبرګونونه

د طالبانو له خوا د احمد شاه مسعود د قبر د ډبرې ماتېدل، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

له هغې وروسته چې د درېیم ځل لپاره د طالبانو له خوا د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود قبر د ډبرې د ماتېدو په اړه په خواله رسنیو کې ویډیو خپره شوه، دا کار د خلکو او سیاستوالو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

سرچینې د آمو ټلویزیون خبریان ته وايي چې پنجشیر ته د طالبانو د یوې نوې قطعې له رسېدو وروسته، دوی د احمد شاه مسعود د قبر ډبره ماته کړې ده.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله، د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سیاف، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني او د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارکوونکو د طالبانو د دې اقدام په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

عبدالله عبدالله چې یو وخت د احمد شاه مسعود له نږدې کسانو و، په آرامه بڼه د احمد شاه مسعود د قبر د ډبرې ماتېدل غندلي او ویلي یې دي چې دا د «شر اچوونکو او نامسووله» کسانو کار دی.

نوموړي زیاه کړې: «زموږ خلک د بل هر وخت په پرتله یووالي او همغږۍ ته اړتیا لري او دا کار ملي روحیې ته زیان رسوي.»

عبدرب الرسول سیاف د احمد شاه مسعود قبر د ډبرې ماتېدل «ناځوانمردانه» عمل بللی او هغه یې غندلی دی.

هغه زیاته کړې: «دا یو ناوړه، د اسلامي احکامو خلاف عمل او ملي یووالي ته ګوذار ورکول دي.»

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ددې اقدام خلاف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «په خواشینۍ سره مې د هېواد د ملي اتل او لوی مجاهد احمد شاه مسعود قبر د ډبرې ویجاړېدو خبر واورېد. د افغانستان د خلکو دښمنان نه شي کولای په دغو ناوړه اقداماتو او ناکامو هڅو زموږ مشرانو او ملي اتلانو ته سپکاوی وکړي. زموږ اتلان د هر افغان په زړه کې ځای لري. له موقت اسلامي دولته غواړم چې په هېواد کې د مشرانو د قبرونو ساتنې ته جدي پام وکړي او د ویجاړېدو مخه یې ونیسي.»

د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني د طالبانو دا کار «معتصبانه او له شرمه ډک» بللی دی.

هغه ویلي: «د ملي اتل د قبر ته بیا بیا سپکاوی د طالبانو ډلې د تفرقه اچوونکي او له دښمنۍ ډک سیاست بله نښه ده.»

د خواله رسنیو یو شمېر نورو کاروونکو د طالبانو دا کار غندلی او له هغوی یې غوښتي چې د ملي یووالي روحیې ته زیان ونه رسوي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیق د آمو خبریال ته وايي چې د احمد شاه مسعود قبر د ډبرې ماتول واقعیت نه لري.

هغه زیاتوي: «یو شمېر مُغرض او فرصت غوښتونکي کسان د جعلي ویډیوګانو په جوړولو غواړي عامه اذهان ګډوډ او طالبانو بدنام کړي.»

دا درېیم ځل دی چې طالبانو ددغه قوماندان قبر تخریبوي. احمد شاه مسعود د طالبانو ضد نامتو قوماندان و چې پر افغانستان د طالبانو د لومړۍ دورې په ماته کې یې پراخ رول درلود.

نوموړی د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر په نهمه په تخار ولایت کې د القاعدې ډلې له خوا ترور شو او تېر حکومت هغه ته د ملي اتل نوم ورکړ.