سرچینې آمو ته وایي چې له تېرې شپې راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ، د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې په بېلابېلو سیمو کې پراخې خو په وقفهیي بڼې سره نښتې شوې دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخهې، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په ځینو سیمو د پاکستان د بریدونو له امله، د درېیو ښځو په ګډون، څلور ملکیان وژل شوي دي.
همدارنګه د کابل له ځینو سیمو څخه هم له نن سهار راهیسې د پرلهپسې ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
