د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په دوام، د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) خبرداری ورکړی چې دغو ترینګلتیاو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته بشري وضعیت ناوړه کړی او بنسټیزو تاسیساتو ته یې سخت زیان اړولی دی.
دغه بنسټ ویلي چې د جګړې دوام د افغانستان په ختیځو سیمو کې بشري اړتیاوې په بې ساري ډول زیاتې کړې دي.
د دغه بنسټ په وینا، د دې جګړو له امله نږدې ۶۶ زره کسان د هېواد په ختیځو او سویل-ختیځو سیمو کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي او یو شمېر مهم عامه تاسیسات هم ویجاړ شوي دي.
ای او ایم په خپله اعلامیه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې بشري مرستو ته دې د خوندي لاسرسي زمینه برابره شي.
هممهاله د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې جګړې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی او د سختې خوارځواکۍ کچه په لوړېدو ده، چې له امله یې لسګونه زره ماشومان له جدي خطر سره مخ دي.
په افغانستان کې د دغه بنسټ مشر جان آیلیف وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وایي: «کومې سیمې چې اوس بمبارېږي، تر دې وړاندې هم د لوږې له لوړې کچې سره مخ وې او تر نیمايي زیات خلک یې په اضطراري حالت کې وو.»
بلخوا، د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په کونړ ولایت کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو پر مرګژوبله اندېښنه ښودلې او وایي چې په دغه ولایت کې له ۶۰۰ څخه زیاتې کورنۍ تېښتې ته مجبورې شوې دي.
د دوی په وینا، دا کورنۍ دا مهال له سرپناه او لومړنیو خدماتو بې برخې دي.
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت افغان کډوال او بې ځایه شوي وایي چې دې جګړه دوی په یو بې برخلیکه او تریخ حالت کې اچولي دي.
د خوست یو اوسېدونکی محمد وایي: «موږ د جګړې له ډاره له خپلو کورونو یوازې د بدن په یو جوړه کالي دایکنډي ته یوه د یوه خپلواک کره وتښتېدو او اوس ۱۷ تنه په یوه وړه خونه کې اوسېږو.»
په پاکستان کې یو افغان کډوال تمیم بیا وایي چې د جګړې له پیل سره پر دوی فشارونه زیات شوي او ورته ویل شوي چې پاکستان پرېږدي، خو د لارو بندېدو او جګړې دوی سخت اندېښمن کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام او د لارو تړل کېدل د دې لامل شوي چې مرستندویه ادارې خپلو فعالیتونو ته په سمه توګه دوام ورنه کړي او د مرستو رسول په ټپه ولاړ دي.
