د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۱۰ – د ۸ بجو خبرونه

د ايران د مذهبي مشر د وژل کېدو د خبر له تاييد سره سره، د ايران، اسرائيل او امریکا ترمنځ د ډزو تبادله لا هم دوام لري.

اسرائيل وايي، چې د تهران مرکز يې په نښه کړی او ايران هم په سیمه کې د امریکا لسګونه پوځي اډې او د اسرائيل ځينې برخې په نښه کړې دي.

په همدې حال کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ايران د قضاييه قوې مشر او د ايران د څارنې شورا غړي علي‌رضا اعرافي د فقيه غړي په توګه يوه موقتي شورا جوړه کړې ده، څو د علي خامنه‌اي د ځای ناستي تر ټاکل کېدو پورې د ايران د مشر دندې پر مخ يوسي.