د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۸ – د ۸ بجو خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، د دې سازمان د بشري حقونو شورا په یو‌شپېتمه غونډه کې وویل، چې افغانستان د بشري حقونو په «هدیرې» بدله شوې ده.

ولکر ترک زیاته کړې، چې د طالبانو د فرمانونو او قوانینو سېلاب، د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو، ناوړه پایلې لرلې دي.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د روغتیا او بشري حقونو په برخه کې له سخت بحران سره لاس او ګرېوان دی.

هم‌مهاله، د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی چې طالبان، په تدریجي توګه ښځې او نجونې له ټولنیز حضور او عامه ژوند څخه څنډې ته کوي.