د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې د هېواد ۷۵ تنه وګړي د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې که څه هم د دغو کسانو د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې هغوی له یوې ورځې نیولې تر دوه نیمو میاشتو پورې وخت په زندان کې تېر کړي وو.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د هېواد دغه وګړي د سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر مدیریت لاندې یاد وزارت له دې وړاندې ویلي وو، چې په تېره بله اونۍ کې هم ۲۱۴ تنه افغان وګړي د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو.
له دې سره سره، په بهرنیو هېوادونو کې د افغان زندانیانو وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه تل نیوکې شتون لري، چې په ځانګړې توګه د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته دا اندېښنې زیاتې شوې دي.
یو شمېر شنونکي د یوه مشروع دولت نشتوالی او وګړو ته د ځواب وینې نهموجودیت په نورو هېوادونو کې د افغان زندانیانو د بېبرخلیکه پاتې کېدو اصلي لاملونه بولي.
