کډوالي

د بشري حقونو اداره: د ایراني سرتېرو په ډزو کې دوه افغان کډوال وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

انځور- له افغانستان سره په پوله د ایران یو ساتونکی

د «حال‌وش» په نوم د بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی، چې ایراني سرحدي ځواکونو د افغان کډوالو پر یوه موټر نېغ په نېغه ډزې کړي، چې په پایله کې یې دوه افغانان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

دا پېښه د سې شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان د سراوان سیمې په سرحدي برخو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغو کډوالو غوښتل ایران ته ننوزي.

د حال ‌وش د سرچینو په وینا، ایراني نظامي ځواکونو له مخکیني خبرتیا پرته د کډوالو د موټر تعقیب پیل کړ او ډزې یې پرې وکړې، چې له امله یې موټر چپه شوی او اور یې اخیستی دی.

په راپور کې راغلي چې د ډزو او د موټر د اوښتلو له امله لږ تر لږه د ۶ ټپیانو روغتیايي حالت خورا نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو هویت نه دی روښانه شوی او نه هم د طالبانو او ایران چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.