د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان جینوا ته د خپل هېواد د پلاوي له رسېدو سره هممهاله ویلي، چې هېواد یې له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په درېیم پړاو کې د یوې «ښې پایلې چانس» ویني.
نوموړي په خپلو خبرو کې چې دولتي رسنیو خپرې کړي، ویلي چې دوی د خپل ستر مذهبي مشر په لارښوونه هڅه کړې دا بهیر داسې مدیریت کړي، چې هېواد له اوسني «نه جګړه، نه سوله» حالت څخه وباسي.
ټاکل شوې چې نن د پنجشنبې په ورځ د امریکا استازی سټیو ویتکاف او د ډونالډ ټرمپ زوم جرد کوشنر په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشرۍ له ایراني پلاوي سره وګوري.
دا مذاکرات په داسې حال کې له سره پیل شوي، چې متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې خپل نظامي ځواک پیاوړی کړی او ډونالډ ټرمپ تهران ته نږدې دوه اونۍ وخت ورکړی و چې یوې هوکړې ته ورسیږي.
ایران ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې په بشپړ ډول سوله ییز دی، خو امریکا او اسرائیل پرې باور نه لري او مدعي دي چې تهران د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي.
له بل لوري، ایران خبرداری ورکړی چې که پرې برید وشي، په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې له امریکا سره هوکړه «تر لاسه کېدونکې» ده، خو په هغه صورت کې چې ډیپلوماسي ته لومړیتوب ورکړل شي.
