د کوبا حکومت اعلان کړی چې ځواکونو یې هغه څلور کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي چې په یوه فلوریډایي چټکه کیښتۍ کې د کوبا اوبو ته ننوتي وو.
د کوبا د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغو کسانو چې په نظامي جامو سمبال وو، د کوبا پر ګزمې ډزې وکړې چې په پایله کې یې د ګزمې قوماندان هم ټپي شوی دی.
کوبا وایي دا ډله د حکومت ضد کسانو څخه جوړه وه چې ورسره پرمختللې وسلې، لاسي بمونه او د شپې لید دوربینونه هم نیول شوي دي.
د کوبا چارواکو په وینا، په نیول شویو شپږو کسانو کې دوه تنه داسې دي چې له وړاندې په کوبا کې د «تروریستي» بریدونو په تور تر څار لاندې وو.
د دې ترڅنګ یو بل کس هم د کوبا په خاوره کې نیول شوی چې د دغو وسلهوالو هرکلي ته راغلی و.
بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دا کومه امریکایي عملیاتي کړنه نه وه او نه هم پکې امریکایي پرسونل لاس درلود.
روبیو زیاته کړې چې امریکا به په خپلواک ډول په دې اړه څېړنې وکړي ترڅو معلومه کړي چې په سمندر کې دقیقاً څه پېښ شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا او کوبا ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.
امریکا پر کوبا د تېلو لېږد بند کړی او د کوبا د مهم متحد، د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو تر نیول کېدو وروسته، پر کوبا فشارونه نور هم زیات شوي دي.
په فلوریډا کې مېشتو ځینو سیاستوالو هم غوښتنه کړې چې باید په دې اړه فدرالي څېړنې وشي ترڅو روښانه شي چې قربانیان امریکایي وګړي وو که نه.
