پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان هوايي بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې یوازې په ننګرهار کې د یوې کورنۍ ۲۵ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
طالبان وایي چې دوی به په مناسب وخت کې غچ واخلي. بلخوا راپورونه خپاره شوي چې په اسلاماباد او راولپنډۍ کې د غچ اخیستو له وېرې سړکونه د کانټینرونو په وسیله تړل شوي او ځینې ښوونځي هم تړل شوي دي.
په دې پروګرام کې د دغه کړکېچ پر عواملو او پایلو بحث کوو
