د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د پاکستان د پوځ له لوري د هېواد پر ختیځو سیمو د هوايي بریدونو له تېرېدو دوه ورځې وروسته، لا هم په زیانمنو سیمو کې وضعیت عادي شوی نه دی او خلک په ویر او ماتم کې دي.

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، د ماشومانو په ګډون پنځه تنه لا هم نادرکه دي.

د دې راپور په دوام کې، همکار مې میلاد سیار د هغو ملکي وګړو روایتونو ته کتنه کړې چې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.