کډوالي

یوناما: په دوو کلونو کې پنځه میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وایي چې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا پنځه میلیونه کسان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. ورسره جوخت، دې بنسټ خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د راستنېدونکو اړتیاوو ته د رسېدنې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

د یوناما د اعلامیې له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲ میلیونه او ۷۸۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

 له دې ډلې، شاوخوا یو میلیون او ۸۸۰ زره کسان له ایران او نږدې ۸۹۹ زره نور له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

دې بنسټ ویلي چې په دغو راستنو شویو کې شاوخوا ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان رسمي اسناد نه لري او یوازې ۴۸۴ زره کسان معتبر اسناد لري.

یوناما زیاته کړې چې د جون او جولای په میاشتو کې له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر په ورځني ډول له ۳۰ تر ۴۰ زرو کسانو ته رسېده، چې دې چارې پر سرحدي پولو فشار راوړی او د ثبت او لومړنیو خدماتو وړاندې کول یې ستونزمن کړي وو.

یوناما ویلي چې بشري بنسټونو د بېړنیو مرستو د زیاتولو هڅه کړې، خو اړتیاوې له شته سرچینو ډېرې دي.

په سمدستي اړتیاوو کې سرپناه، خوراکي خوندیتوب، د ژوند چارو ملاتړ او په ټولنه کې د بیا ادغام کېدو پروګرامونه شامل دي.

یوناما خبرداری ورکړی چې ښځې، نجونې او ماشومان له ډېرو خطرونو سره مخ دي.

د راستنو شویو نږدې دریمه برخه ښځې او نجونې جوړوي او تر ۱۷ کلونو کم عمره ماشومان، په ځانګړي ډول هغه چې بې‌سرپرسته دي، بېړني رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

یوناما له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې بحران د حل لپاره مالي ملاتړ زیات کړي.