د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د کَب ۴ – د ۸ بجو خبرونه

د افغانستان پر ځینو برخو د پاکستاني پوځ له هوايي بریدونو وروسته، طالبانو د دغو بریدونو پر وړاندې د «سنجول شوي» ځواب د ورکولو لپاره خپل چمتووالي اعلان کړی دی.

د طالبانو ویاند خبرداری ورکړی چې دا ځواب به په مناسب وخت کې ورکړل شي.

له بلې خوا، د پاکستان ولسمشر پر افغانستان خپل هوايي برید د اسلام‌اباد حق بللی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان د خلکو د دفاع په چوکاټ کې شوی دی.