نړۍ

عمران خان له یوه بریده وژغورل شو

Photo: Reuters

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان نن له یوه بریده روغ ووت او یوازې پر پښه ټپي شو.

د رپوټونو له مخې، ښاغلی خان له دې پېښې وروسته په لاهور کې یوه روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

په ټولنیزو پاڼو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې پر عمران خان د ډزو شېبې ښودل شوې دي چې د خپلو پلویانو په ټول کې د یوې لارۍ په شا کې ولاړ او په نښه شوی دی.

د عمران خان یوه سلاکار رئوف حسن تایید کړې چې د پاکستان مخکینی لومړی وزیر پر پښه ټپي شوی او اوسمهال یې وضعیت ښه دی.

د هغه په وینا، د دوی د موټرو کاروان د پاکستان په ختیځ کې په داسې حال کې چې له وخته مخکې ټاکنو د ترسره کېدو په موخه یې لاریون کړی و په نښه شو.

د عمران یوه خپلوان عمران اسماعیل رسنیو ته وویل چې درې یا څلور ګولۍ د خان پر پښه لګېدلې دي.

د نوموړي په وینا، بریدګر له کلاشینکوف وسلې کار اخیستی دی.