سویلي آسیا

اسلام‌اباد کلابند شو؛ د طالبانو له غچ څخه وېره که سیاسي لاریونونه؟

د پاکستان پلازمینه اسلام‌اباد

سرچینو آمو ته وویل چې د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد نن یو ځل بیا پر کانټینرونو کلا بنده ده؛ خو دا ځل د سیاسي لاریونونو ترڅنګ، پر افغان خاوره د پاکستاني الوتکو له بریدونو وروسته د طالبانو د احتمالي غچ اخیستو وېره د دې لامل شوې چې حکومت له پېشمني راهیسې ټولې ټرانسپورتي هډې او ننوتونکې لارې وتړي.

سرچینې وايي چې د دوشنبې له سهار وختي راهیسې د اسلام‌اباد مهمې نقطې لکه فیض‌اباد، پیرودایي او ۲۶ نمبر چوک په کانټینرونو تړل شوي دي.

د ‘عمر جټ’ په نوم یو ځایي اوسېدونکي آمو ته ویلي چې دا کلابندي بې ساري ده او خلک په دې باور دي چې حکومت د طالبانو له وروستیو ګواښونو څخه په وېره کې دی.

دا امنیتي تدابیر وروسته له هغه نیول کېږي چې پاکستاني جنګي الوتکو تېره شنبه د ننګرهار او پکتیکا پر یو شمېر سیمو بمبار وکړ، چې د طالبانو په وینا له ۲۰ ډېر ملکي وګړي پکې ووژل شول.

د طالبانو دفاع وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دوی به په “مناسب وخت کې حساب شوی ځواب” ورکړي.

که څه هم پاکستاني رسنۍ دا بندیزونه د تحریک انصاف (PTI) د احتمالي لاریونونو مخنیوی بولي، خو د پلازمېنې په واټونو کې د کانټینرونو ایښودل او د میټرو بسونو درېدل د یوې پراخې امنیتي وارخطایۍ ښکارندويي کوي.

بل لور ته، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په رسمي ډول د امنیت شورا ته د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه شکایت کړی او د دې ډول تېریو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې  د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا بریدونه “غچ اخیستونکي” وو او په اسلام‌اباد، باجوړ او بنو کې د هغو ځانمرګو بریدونو په ځواب کې شوي چې پر شیعه ګانو شوي وو.

ویل کیږي چې د دغو بریدونو مسؤلیت ټي‌ټي‌پي او داعش منلی