روغتیا

کابل او بغلان ولایتونو کې په چیچک ناروغۍ د اخته کسانو زیاتېدل

په وروستیو ورځو کې، په کابل او بغلان ولایتونو کې په ناڅاپي توګه چیچک ناروغي زیاته شوې ده.

د بغلان په ولایتي روغتون کې مسوولین وایي چې چیچک یوه ساري ناروغي ده او تر ډېره لویان او ماشومان پرې اخته کېږي. په بغلان کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی او هره اونۍ پر دغې ناروغۍ اخته تر ۲۵ پورې ماشومان ولایتي روغتون ته لېږدول کېږي.

د بغلان د ولایتي روغتون د ماشومانو متخصص نجم الدین پژواک په دې اړه وايي: «په تېرو کلونو کې د چیچک ناروغانو شمېر دوه یا دوه وو؛ خو په روان کال کې په بغلان ولایت کې په اونۍ کې تر ۲۵ دغه ناروغان ولایتي روغتون او د پلخمري ښار کتنځایونو ته ورځي او البته پر دغې ناروغۍ ډېری اخته کسان، په مرکزي بغلان، نهرین، د سیند په کیڼ لوري او د پلخمري ښار په شمالي باغ کې دي.»

دغه ډاکتر، په چیچک ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه بیانوي؛ خو وایي که ددې ناروغۍ د زیاتېدو مخینوی ونه شي، په یوه میاشت کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر څه د پاسه سلو تنو ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: «دا ناورغي له لس کلنۍ کم عمره ماشومانو کې لیدل کېږي او په لویانو کې کمه ده چې د واکسینو په تطبیق سره یې له رامنځته کېدو مخنیوی کېدای شي. د ستوني درد، تبه، د بدن خارښت او کمې تڼاکې ددې ناروغۍ نښې دي.»

دغه متخصص ډاکتر د دې په بیانولو سره چې چیچک ناروغي په دوو تر درېيو ورځو کې زیاتېږي او تر څوارلسو ورځو دوام کوي وویل: «باید په دې ناروغۍ اخته کسان، د درملنې تر پایه قرنطین شي.»

له بلې خوا، د پلخمري د ولایتي روغتون یو شمېر ناروغ لرونکي، ددې ناروغۍ له پراختیا سخت اندېښمن دي او وایي چې دا ناروغي ډېر ژر خپرېږي.

نه پوهېږم چې بچیان مې څه ډول پرې اخته شول

حمیرا چې بچیان یې په دې ناروغۍ اخته شوي وايي: «زما د څلورو ماشومانو پر بدن سرې دانې لیدل کېدې چې دوی مې ولایتي روغتون ته راوستي دي. دوی تبه، د ستوني درد او ټوخی درلود او وروسته اوبه لرونکې سرې دانې چې خارښت یې هم کاوه پر بدنونو یې راپورته شوې.»

هغه زیاتوي: «بچیان مې ډاکتر ته بوتلل؛ خو له دې امله چې د درملنې لګښت لوړ و، دوی مې ولایتي روغتون ته راوستل. پر دغې ناروغۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو په لامل نه پوهېږم. د بېلابېلو دورو واکسین مې هم ورته تطبیق کړي دي.»

په کابل کې د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی

له بلې خوا، د کابل ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم په چیچک ناروغۍ د زیات شمېر ماشومانو د اخته کېدو خبر ورکوي او وایي چې په تېرو څو ورځو کې په کوچنیو ماشومانو کې دا ناروغي زیاته شوې ده.

دوی زیاتوي چې له یوې اونۍ راهیسې، چیچک ناروغي زیاته شوې او په خصوصي او دولتي روغتونونو کې پر دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوي؛ خو په کابل کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نشته.

چیچک ناروغي خطرناکه نه ده؛ خو ښايي چې په ځینو موردونو کې چیچک ویروس د مغز او ینې د پړسوب لامل شي. دا ناروغي په نړۍ کې له منځه تللې او ډاکتران وایي چې د وګړو روغتیا ته نه پاملرنه، په وروستیو ورځو کې د دې ناروغۍ لامل شوې ده.