د آمو ټلویزیون موندنې چې د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون د بیانیو پر بنسټ ترتیب شوي، ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې (د دلوې له ۲۵مې د حوت تر لومړۍ نېټې) پاکستان ۱۱ زره ۵۶۷ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
دا ارقام یوازې د اوونۍ د څلورو ورځو دي او د پاتې درېیو ورځو معلومات لا نه دي خپاره شوي.
په همدې حال کې، ۷۵۰ تنه نور افغان کډوال له ايرانه هم راستانه شوي، چې د راپورونو له مخې ډېری برخه یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، پل ابریشم او اسلام کلا له لارو څخه هېواد ته داخل شوي دي.
د شمېرو پرتله ښيي چې د روانې میاشتې په تېرو دوو اوونیو کې د اخراج لړۍ په شدت سره روانه ده؛ ځکه له دې وړاندې (د دلوې له ۱۸مې تر ۲۴مې) هم ۱۹ زره ۳۸۳ افغانان له پاکستانه ایستل شوي وو.
په وروستیو دوو کلونو کې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اخراج د یوې لویې څپې شاهد دی.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې په یو راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې نږدې ۲.۶ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کډوالو دومره لوی شمېر راستنېدل په افغانستان کې پر محدودو سرچینو او د مرستو رسولو پر ظرفیتونو سخت فشار راوړی دی.
