ورزش

افغانستان نن د کاناډا پر وړاندې لوبېږي

انځور- د ۲۰۲۶ د شل اوریز نړیوال جام، افغان اتلان

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د شل اوریز نړیوال جام په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې، نن پنجشنبه د کاناډا په وړاندې میدان ته وځي.

دغه لوبه د هند په “ارون جیتلي” لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغان لوبغاړو تر اوسه په دغو سیالیو کې دوه ماتې او یوه بریا خپله کړې ده.

افغانستان په خپله تېره لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه، خو تر دې وړاندې یې سویلي افریقا او نیوزیلینډ ټه لوبې بایللې وې.

د اماراتو پر وړاندې بریا د روان نړیوال جام په لومړي پړاو کې د افغانستان لپاره لومړني امتیازات وو، چې د بل پړاو لپاره یې د دوی هیلې ژوندۍ وساتلې.

د ویلو ده چې له “ډي” ګروپ څخه افغانستان، نیوزیلینډ او سویلي افریقا د شل اوریز نړیوال جام بل پړاو ته لار موندلې ده.

د افغان اتلانو د بریا په هیله