د طالبانو تر ادارې لاندې د برښنا شرکت اعلان کړی چې له ایران څخه د برښنا د پېرلو تړون د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره تمدید شوی دی.
د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه تړون د تمدید لاسلیک تهران ته د دې شرکت د یوه پلاوي د سفر پر مهال شوی دی. د برښنا شرکت په وینا، دا سفر د ایران د برښنا د ځواک د مدیریت، لېږد او وېش شرکت په بلنه ترسره شوی دی.
د برښنا شرکت او ایراني پلاوو په دې مناسبت په جوړه شوې ګډه دوه اړخیزه ناسته کې د برښنا د لېږد د زیربناوو د پراختیا او همدارنګه له ایران څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا د پېرلو په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.
برښنا شرکت له ایران څخه د پېرل شوې برښنا د کچې (مقدار) په اړه جزییات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برښنا له وارداتي برښنا څخه تامینېږي او د تېرو کلونو په اوږدو کې د کابل په ګډون د هېواد ډېرې برخې د برښنا له سخت کمښت سره مخ دي.
