ورزش

د بریتانیا استازي راشد خان ته د ۷۰۰ ویکټو د ریکارډ مبارکي وویله

د افغانستان په چارو کې د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لیندسي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان ته په شل اوریزو لوبو کې د ۷۰۰ ویکټو د پوره کولو او نوي نړیوال ریکارډ جوړولو مبارکي ورکړه.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان او بریتانیا په دغو سیالیو (نړیوال جام) کې تر دې دمه ښې بریاوې لرلې دي. هغه په راتلونکو لوبو کې د دواړو هېوادونو او سکاټلنډ لپاره د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

بل لور ته، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم راشد خان ته د دغه تاریخي ریکارډ د جوړولو مبارکي ویلې ده.

راشد خان پرون د متحده عربي اماراتو په وړاندې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لوبه کې د خپلې کیریر ۷۰۰مه ویکټ ترلاسه کړه او لومړی لوبغاړی شو چې په ټوله نړۍ کې دغه مقام ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په دغه لوبه کې اماراتو ته ماتې ورکړه او خپله لومړۍ بریا یې ثبت کړه.

د راشد خان ۷۰۰مه ویکټ په خورا په زړه پورې ډول د “هېټ ویکټ” (Hit Wicket) له لارې ترلاسه شوه؛ دا هغه حالت دی چې پکې مخالف لوبغاړی په ناڅاپي ډول له خپلو ویکټو سره لګېږي او سوځېږي.