لویدیځه اسیا

نتنیاهو: د ایران اټومي پروګرام په هر صورت باید له منځه یوړل شي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغو شرایطو جزیات په ډاګه کړل چې د ده په وینا د امریکا او ایران ترمنځ په هر ډول احتمالي هوکړه کې اړین دي؛ په دغو شرایطو کې د تهران د ټولو اټومي تاسیساتو بشپړ له منځه وړل شامل دي.

نتنیاهو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې وکړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له امریکا سره د اټومي خبرو د دویم پړاو لپاره سویس ته روان شوی دی.

نتنیاهو د امریکايي یهودانو د لویو سازمانونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، که څه هم دی پر نوې هوکړه شکمن دی، خو تېره اونۍ یې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خپل شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي چې  له ایرانه د ټولو غنيو شویو اټومي موادو ویستل، د هغو ټولو تجهیزاتو او زیربناوو له منځه یوړل چې د غني کولو اجازه ورکوي او د دغه هیواد دهیواد د بالستیک توغنديو دمسئلې حلول  د دوی اساسي غوښتنې دي

نوموړي همدارنګه په جدي ډول د ایران د اټومي پروګرام څخه د «اغېزناکو او دوامداره» پلټنو غوښتنه وکړه.

ټرمپ او نتنیاهو تېره اونۍ په واشنګټن کې وکتل. که څه هم ټرمپ ویلي چې دوی لا کومې «غوڅې» پرېکړې ته نه دي رسېدلي، خو ټینګار یې کړی چې مذاکرات باید دوام وکړي.

د “اکسیوس”د راپور له مخې، دواړه مشران د ایران پر تېلو د فشار په زیاتولو همغږي دي، خو د هدف ته رسېدو پر لارو چارو اختلاف لري.

نتنیاهو په دې باور دی چې له ایران سره «ښه هوکړه» ناممکنه ده، خو ټرمپ ورته ویلي: «راځه یو چانس ورکړو.»

سي بي ایس  راپور ورکړی چې ټرمپ نتنیاهو ته ډاډ ورکړی که له ایران سره هوکړه ونه شي، هغه به د ایران د توغندیز پروګرام په نښه کولو کې د اسراییلو له بریدونو ملاتړ وکړي.

ټرمپ سیمې ته د دویمې الوتکې وړونکې بېړۍ (Aircraft Carrier) د استولو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې دا کار یې د هوکړې د نه کېدو احتمال لپاره کړی دی. کله چې له ټرمپ څخه په ایران کې د «حکومت د بدلون» په اړه وپوښتل شول، هغه ځواب ورکړ: «داسې ښکاري چې دا به تر ټولو غوره کار وي چې پېښ شي»

بل لور ته ایران تل د اټومي وسلو جوړول رد کړي، خو وايي چمتو دی د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې پر خپل پروګرام محدودیتونه ومني، خو د توغندیو په اړه خبرې نه کوي. ایران دا ګواښ هم کړی چې که برید پرې وشي، په سیمه کې به د امریکا اډې په نښه کړي.