د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د سلواغی ۲۵ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي یو ځل بیا خبرې کړي او د متحده ایالاتو د ځواکونو وتل یې تېښته او د مسخرې وړ بللې ده.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې، پر جوبایډن د نیوکې ترڅنګ، په افغانستان کې د امریکا د پوځ د تجهیزاتو او وسلو پرېښودل د منلو وړ نه دی بللی او ټینګار یې کړی، چې باید له دغه هېواده په ډېر وقار، ځواک او درناوي سره وتلي وای.

د امریکا ولسمشر پر دې هم ټینګار وکړ، چې نور به اجازه ورنکړي څو د افغانستان په څېر د بوږنوونکي وتلو پېښه بیا تکرار شي.