نړۍ

امریکايي مېرمن چې د داعش د یوې ډلې مشري یې پرغاړه وه په شل کاله بند محکومه شوه

د امریکا په تکزاس ایالت کې د ښوونځي یوه استاده چې اوس د داعش په مهم غړي بدله شوې او په سوریه کې یې د یوې ډلې مشري پرغاړه لرله، د سه شنبې په ورځ په دې ایالت کې د یوې محکمې له خوا په شل کاله بند محکومه شوه.

الیسون فلوک اعتراف کړی چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې کله چې داعش ډله په سوریه کې د کنټرول لپاره د امریکا په ملاتړ ځواکونو سره د جګړې په حال کې وه، د لس کلنو نجونو په ګډون یې سلو ښځو ته د وسلو، لاسي بمونو او ځانمرګي برید د موادو کارول زده کړي دي.  

هغې خپل دوهم، درېیم او څلورم خاوند په داعش ترهګره ډله کې له لاسه ورکړي او پينځه کلن زوی یې هم د ټانک مرمۍ په لګېدو سره وژل شوی دی.

د واشنګټن پوست د راپور له مخې، د افراطي ډلو څېړونکي وایي چې ۴۲ کلنه فلوک اکرن لومړنۍ او یوازینۍ مېرمن ده چې په داعش کې د مشرتابه رول له امله له قانوني پلټنو سره مخ کېږي.

یو فډرال څارنوال راج پرخ، دا مېرمن د داعش ډلې یوه پياوړې غړې بللې او وايي: «پرېږدئ ددې ټولي (چې د دغې مېرمنې له خوا یې مشري کېده) د موخې په اړه هېڅ شک موجود نه وي.»

هغه زیاتوي: «دا له ځانه ددفاع لپاره نه و او د اسلامي دولت (داعش) له خوا د سند ښودنه کوي چې د فلوک اکرن د ډلې یوه غړي غوښتل لومړنۍ مېرمن وي چې ځانمرګی برید ترسره کوي.»

له بلې خوا، مدافع وکیلانو د ماشوم ځورونې تورونه رد کړي او فلوک اکرن یې د داعش د یوې ډلې مشره بللې چې هېڅکله په جګړه کې ښکېله نه وه.

اکرن په دې هکله وویل: «ما آن په وسله ډز نه دی کړی، ما هېڅکله انتحاري بم یا چاودنه نه ده لیدلې.»

په واشنګټن پوست کې د هغې د دوو دوستانو له قوله راغلي چې فلوک اکرن یوه ځوانه مور او د مطالعې مینه واله وه چې له تکزاس پوهنتونه یې د چاپېریال ساتنې سند ترلاسه کړی و. هغه د زده کړو د بشپړولو لپاره اینډیانا ته ولاړه او په کانزاس سیټي مو کې یې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله.

هغه مخکې له دې چې له خپل دویم خاوند او اولادونو سره سوریې ته ولاړه شي په ۲۰۰۸ کال کې د خپلې کورنۍ له غړو جلا شوه او امریکايي څېړونکو ته د هغې د جلا شوې کورنۍ د غړو په وینا نوموړې له هغې وروسته افراطپالنې سره لېوالتیا پیدا کړې وه.

هغه په ویتنام کې د پخواني امریکایي سرتېري او د یوې ښوونکې لور ده.

د قضیې څارنوال پرخ د حکم د صادرولو پرمهال وویل: «د فلوک اکرن په مخینه کې داسې څه نشته چې د هغې چلند روښانه کړي.»

هغه امریکايي چارواکو ته وویل چې نوموړې «تر ډېره هغو کسانو پسې ده چې د دې په باور د مسلمانانو لپاره سخت وضعیت رامنځته کوي.»

فلوک اکرن سږ کال له یوه ترهګریز سازمان څخه د مالي ملاتړ پر تور اعتراف کړی و. هغې اعتراف کړی و چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۹ کال پورې یې له ترهګریزو ډلو سره مرسته کړې ده.

د انصار الشریعه د اسنادو څېړلو څرګنده کړې چې دغه ډله ۲۰۱۲ کال کې په بنغازي او لیبیا کې د امریکایانو پر مرکزونو د هغو بریدونو مسووله ده چې له امله یې څلور امریکایان ووژل شول.

پر خپل جرم د اکرن د اعتراف پربنسټ، څارنوالانو ویلي چې هغې د القاعدې اړوند النصره جبهې سره هم مرسته کړې ده. خو داعش سره یې له یو ځای کېدو وروسته یې د پام وړ رول پيدا کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د فلوک اکرن خاوند په سوریه کې د داعش پر نښه ویشتونکو څارنه پرغاړه لرله او د محکمې د اسنادو له مخې هغه په رقه ښار کې له ماشومانو ساتنه، روغتیایي خدمات او روزنه پلانوله.

په ۲۰۱۷ کال کې سوریه کې د داعش مسوول فلوک اکرن د ښځو له ۵ تر ۸ سوه کسیزې ډلې خطیبه نصیبه د مشرې په توګه معرفي کړې وه.

د امریکا د ناحیې قاضي لئوني ام. برینکما د فلوک اکرن د اعتراف د هوکړې پربنسټ دود سزا وټاکله او ویې ویل چې د سه‌شنبې پر ورځ د فلوک اکرن څرګندونې «پوره باوري» نه ګڼي.

فلوک اکرن ویلي چې هغې یوازې له انصار الشریعه څخه «نه غوښتل شوی» ملاتړ کړی او له نورو ډلو سره اړیکه نه لري.