افغانستان

ننګرهار کې ترافیکي پېښې د دوو کسانو ژوند واخیست

انځور- ننګرهار کې د ترافیکې پیښې

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «سخي صاحب» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا حادثه تېره ماښام (د سلواغې ۲۴مه) رامنځته شوې ده.

یادې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه د یوه موټرسایکل، یوې ریکشا او یوه ګړندي (تیزرفتار) موټر د جنګېدو له امله شوې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغو دوو کسانو په پیل کې یوازې ټپونه اخیستي وو؛ خو د روغتیایي وضعیت د خرابوالي له امله، روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې ډول زیاتې شوې او په تېرو څو اونیو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.

په مهمو او ګڼې ګوڼې لرونکو لویو لارو کې د ترافیکي اشارو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي د داسې پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.