ورزش

ننګرهار کې د کرکټ او زورخانې سیالۍ پای ته ورسېدې

په ننګرهار ولایت کې د سپورتي فعالیتونو په دوام، د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، په کامې ولسوالۍ کې د کرکټ «شېرګړ پریمیر لیګ» او په جلال‌اباد ښار کې د زورخانې ولایتي سیالۍ پای ته ورسېدې.

په کامه ولسوالۍ کې د SPL (شېرګړ پریمیر لیګ) دویم پړاو سیالۍ، چې د سیمه‌ییزو ورزشي مسوولینو لخوا تنظیم شوې وې، د شاهین سټار لوبډلې په اتلولۍ تمامې شوې.

په دغه لیګ کې د سیمې ۹ پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې له ډلې یې «شاهین سټار» او «مومند زلمي» لوبډلو پایلوبې ته لاره پېدا کړه.

په پایلوبه کې شاهین سټار لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۸ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په زیان ۱۵۸ منډې جوړې کړې. په مقابل کې د مومند زلمي لوبډلې په ځوابي لوبه کې مقاومت ونه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې یوازې ۱۱۰ منډې وکړې، چې په دې سره شاهین سټار د دغه لیګ د اتلولۍ جام خپل کړ.

بل لور ته، د جلال‌اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د زورخانې فدراسیون د استازولۍ له لوري په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په درېیو عمري کټګوریو (نوي ځوانان، ځوانان او لویان) کې تنظیم شوې وې، چې پکې ۵۰ جوړو برخه اخیستې وه.

د زورخانې دغه ننداره چې د مینه والو په پراخ ګډون سره ترسره شوه، په پایله کې یې ۵۰ غوره ورزشکاران بریالي اعلان شول.

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار د ورزشي مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو اصلي هدف د ځوانانو ترمنځ د ورزشي کلتور دودول، د استعدادونو وده او د هغوی هڅونه ده.

مسوولین وايي چې دغه ډول سیمه‌ییز لیګونه او ولایتي سیالۍ د هېواد په کچه د پیاوړو لوبغاړو په موندلو کې مرسته کوي او ځوانان له منفي فعالیتونو څخه لرې ساتي.

د سیالیو په پای کې پر ګټونکو لوبډلو او مخکښو ورزشکارانو برابر شوي مډالونه، جامونه او ډالۍ وویشل شوې.