افغانستان

يونیسف زابل کې ۱۵ ويجاړ ښوونځي رغوي

د جګړو او طبیعي پېښو له امله د زابل ولايت هغه ۱۵ ښوونځي بیارغول کېږي، چې ځينې برخې يې ورانې شوې دي او رغونې ته اړتيا لري.

د زابل لپاره د طالبانو د پوهني ریيس وايي، دغه ښوونځي به د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق (يونیسف) له لوري د شپږو مياشتو په موده کې د ۱۲۰ زره امريکایي ډالرو په لګښت ورغول شي.

زابل کې د طالبانو د پوهنې رییس محمد عثمان حريت وایي، د دغو ښوونځيو رغول به زرګونه ماشومانو ته د زده‌کړو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

نوموړی وایي: «ډېری دغه ښوونځي لږ تخريب شوي دي، چې اوس یې موږ د یونیسف په مرسته د بیارغونې چارې پیل کړې دي. د دې پروژې له بشپړېدو سره به ګڼو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره شي.»

بل لورته زده‌کونکي او د سیمي اوسیدونکې وایې، د ښونځیو د ودانيو بيارغونه به ماشومانو ته په ټولو موسمونو کې د خوندي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

د زابل اوسېدونکی شېرمحمد وايي: «د ښوونځيو جوړول او بيارغول ښه کار دی او دا کار د ماشومانو د راتلونکي لپاره ډېر ګټور دی.»

زابل ټولټال ۲۳۰ پوري ښوونځي لري, يو شمېر يې ودانۍ نه لري.

زابل ولایت کې ټولټال ۲۳۰ ښوونځي شتون لري، چې ځینې یې ودانۍ نه لري.

زابل د هېواد په سویل کې هغه ولايت دی، چې جګړو ترټولو زيات ځپلی دی.