د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وايي، چې د افغانستان په اړه د امريکا د بهرنۍ تګلارې جوړول دوام لري او دا بهير د هغه په باور، د «بنسټونو ترمنځ» یوه پروسه ده.
پاول کپور، دغه څرګندونې د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د فرعي کمېټې په غونډه کې وکړې او زياته يې کړه، چې د افغانستان په اړه د امريکا د بهرنۍ تګلارې لپاره ځانګړی مهالوېش نه شته، خو کله چې چمتو شي، کانګرس ته به په اړه یې معلومات ورکړل شي.
