د طالبانو چارواکو نن پنجشنبه په یوه غونډه کې د ۴۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶.۲ کیلومتره په اوږدوالي د کابل–بګرام سړک د جوړولو چارې پیل کړې. د دوی په وینا، دا پروژه د ښاري پراختیا او د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا د پروګرامونو یوه برخه ده.
طالبانو ویلي چې د دې پروژې لګښت د دوی د ادارې له بودیجې څخه تأمینېږي.
د ریس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر، دا سړک له پروان ولایت او د هېواد له نورو شمالي ولایتونو سره د کابل یو له مهمو ارتباطي لارو څخه وباله.
د هغه په وینا، دا سړک د «کابل نوي ښار» یو له اساسي ټرانسپورټي زیربناوو څخه شمېرل کېږي او د ښاري پراختیا او ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو له نظره ځانګړی ارزښت لري.
په دې مراسمو کې برادر همداراز د افغانستان تېر سیاسي وضعیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هېواد په تېرو کلونو کې «پر ګڼو سیاسي ګوندونو او د قومي، سمتي او ژبنیو وېشنو پر بنسټ» وېشل شوی و او د هغه په وینا، دې وضعیت ملي مشترکات کمزوري کړي وو.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د دې تقسیماتو د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي او یو له ترسره شویو اقداماتو څخه یې «تر شپږم ټولګي پورې د مدرسې او ښوونځي د نصاب توحید» یاد کړ.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د هغه په وینا «ړنده تقلید» ونه کړي او واقعیتونه په ناسم ډول تفسیر نه کړي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان «د افغانانو کور» دی او ټول کولای شي هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.
د دې خبرو په بله برخه کې، طالبانو د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره «مثبت تعامل» ولري.
د برادر په وینا، د سیمهییز او نړیوال اتصال پیاوړي کول او د ګډو پراختیایي اهدافو تعقیبول یوه اړتیا ده او له دې موضوع سترګې پټول بالقوه فرصتونه له منځه وړي.
طالبانو همداراز ویلي چې هېوادونه د جغرافیایي موقعیت، هوایي حریم، کاري ځواک، خامو موادو، صادراتو او وارداتو له نظره یو بل ته اړتیا لري او دا اړتیاوې د رسمي اړیکو په چوکاټ کې ښې تأمینېږي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان اقتصاد په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې لا هم ماتېدونکی (شکننده) پاتې دی. پر ښځو د طالبانو کاري محدودیتونه او د نړیوالو مرستو کموالی د دې وضعیت مهم لاملونه بلل شوي دي.
