اروپايي ټولنې د «فبرورۍ ۱۱مه» په علم او ساینس کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې د یو روغ او هوسا افغانستان لپاره د ښځو فعاله ونډه حیاتي ده.
دغې ټولنې په یوې بیانیه کې ویلي دي چې له نرسانو نیولې تر ډاکټرانو پورې، ښځینه څېړونکې باید په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.
په دې بیانیه کې په دې باندې په ټینګار سره چې «ښځې باید د ساینس په زړه کې وي»، ویل شوي چې اروپايي ټولنه له خپلو شریکانو سره یوځای د «ټولو لپاره زدهکړې» ملاتړ ته دوام ورکوي.
دا ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما تر دې وړاندې په یوې بیانیه کې وویل چې د طالبانو له خوا د نجونو ښوونیز بندیز ته په کتو، دا ورځ په «ژور خپګان» سره نمانځي.
یوناما د دې ورځې په مناسبت وویل چې د طالبانو له خوا د نجونو پر ښوونیز او تحصیلي ممنوعیت ۱۶۰۷ ورځې تېرېږي او دا د «افغانستان د راتلونکي یو دردوونکی انځور»انځوروي.
دغه بنسټ یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له دولس کلنۍ څخه پورته د نجونو او ښځو ښوونیز او تحصیلي بندیز لغوه کړي.
په علم او ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا په علومو، ټکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضیاتو کې د ښځو د برابرې مشارکت د ترویج لپاره نومول شوې ده.
دا ورځ د ښځینه او نجونو پوهانو لاسته راوړنو ته درناوی وړاندې کوي او د جنسیتي تبعیضونو په لرې کولو او په بنسټیزو علومو کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار کوي.
ملګرو ملتونو د دې ورځې د نومولو هدف «ساینس ته د ښځو بشپړ او برابر لاسرسی او په پراختیا او ټکنالوژۍ کې د هغوی د رول پیاوړتیا» بللې ده.
