برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ شرکت نن چهارشنبه په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ۳۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا او ۵۱۵ میګاواټه حرارتي برېښنا د تولید قرارداد لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت لپاره د طالبانو د رئیس، عبدالحق همکار په وینا، دا پروژه به په کال کې ۳.۷ میلیونه میګاواټه برېښنا په ساعت کې تولید کړي.
هغه وویل چې د کابل په نغلو سیمه کې د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، د پروان په باریکاب سیمه کې د ۱۰۰ میګاواټه لمرېزې برېښنا تولید، په غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په بغلان کې د ډبرو سکرو څخه د ۳۵۰ میګاواټه حرارتي برېښنا تولید او په تخار کې د ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ میګاواټه حرارتي برېښنا تولید په دغو پروژو کې شامل دي.
د هغه په وینا، دا پروژې د شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالرو په لګښت د عزیزي شرکت له لوري پلې کېږي چې د لمریزې برېښنا پروژې به تر دوو کلونو او د ډبرو سکرو حرارتي برېښنا پروژې به تر راتلونکو دوه نیمو یا درېیو کلونو پورې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه چې د دغو پروژو په پلي کېدو او ګټې اخیستنې سره به زرګونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د عزیزي ګروپ شرکت رئیس او د هېواد سوداګر، میرویس عزیزي په دې ناسته کې وویل چې د دغو پروژو لپاره ځینې وسایل پېرل شوي دي.
عزیزي ګروپ شرکت او برېښنا شرکت د دغو پروژو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له وارداتي برېښنا څخه تأمینېږي.
