د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) وايي چې ۸۸ سلنه هغه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، د معیشت او خوړو په څېر له خپلو بنسټیزو اړتیاوو بېبرخې دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې یوازې ۷ سلنه بېسرپرسته ښځې له کوره بهر په کار بوختې دي.
د دغه بنسټ په وینا، په ټولیز ډول د هېواد ۷۵ سلنه وګړي په معیشتي ناامنۍ کې ژوند کوي. ورسره جوخت، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي چې د همدې وضعیت په پام کې نیولو سره، اروپايي ټولنه د یوې داسې پروژې مالي ملاتړ کوي چې له لارې یې د ښځو تر مشرۍ لاندې سوداګرۍ، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، مالي مرسته او ملاتړ ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې افغانستان به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري بحرانونو څخه وي.
په دغه راپور کې راغلي چې د کلونو جګړو، اقتصادي نازکوالي او په بنسټیزو خدماتو کې ناسمې پانګونې د افغانستان د نفوس لویه برخه د مقاومت له کمښت سره مخ کړې ده.
د دې راپور موندنې ښيي چې دا فشارونه اوس د خوړو له ناامنۍ، له پولو د کډوالو په پراخه کچه راستنېدو، د اقلیمي بدلون له امله وچکالۍ، طبیعي پېښو او له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو په سیستماتیک ډول محرومیت سره نور هم زیات شوي دي.
راپور زیاته کړې چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به نږدې ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
