سویلي آسیا

پنجاب کې د بسنت میله ؛ بلوچستان کې ۱۷ سوه کسان نیول شوي

په داسې حال کې چې د پنجاب په مرکز لاهور کې ملیونونو خلکو ته د بسنټ د مېلې لپاره وړیا ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شوې وې، په ورته وخت کې په بلوچستان کې د “امنیت” په نوم د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۷ سوه کسان نیول شوي دي.

دغه دوه بېلابېل تصویرونه چې یو لور ته د جشن رنګونه او بل لور ته د زندانونو دروازې ښيي، د پاکستان د صوبو ترمنځ د تبعیض او تضاد په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د رپوټونو له مخې، په لاهور کې د بسنټ د درې ورځنۍ میلې په مناسبت د پنجاب حکومت په ملیاردونو کلدارې وړیا ټرانسپورټي خدمات (میټرو، اورنج لاین او سپیډو بسونه) ولس ته وړاندې کړل، ترڅو هغوی وکولای شي په وړیا ډول د پتنګانو په جشن کې برخه واخلي؛ خو بل لور ته د بلوچستان پولیسو په ویاړ سره اعلان کړی چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې ۱،۶۹۸ تنه “مشکوک” کسان نیولي او ۳۵۲ نوې جنایي قضیې یې ثبت کړې دي.

دا عملیات چې د بلوچستان د پولیسو د مشر (IG) محمد طاهر خان په مستقیمه لارښوونه په کویټه او شاوخوا اوو زونونو کې ترسره شوي، په ترڅ کې یې د ۱۳۵ تومانچو، ۱۹ ریوالورونو او ۲۰ کلاشینکوفونو په ګډون په زیاته کچه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

په دغو عملیاتو کې پولیسو ادعا کړې چې ۲،۷۹۹ کیلوګرامه چرس، ۲،۴۴۲ کیلوګرامه کرسټال مېت (ایس)، زرګونه لیټره ایراني تېل او نور قاچاقي توکي یې هم ضبط کړي دي، خو د سیمې خلک او فعالان دا ډول پراخې نیونې د عامه وېرې او د ولس د ځپلو یوه برخه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په لاهور کې د مېلې پر مهال که یو مسافر په بس کې د ساه بندۍ له ستونزې سره هم مخ کېږي، ټوله میډیا یې پر سر راخلي، خو په بلوچستان کې د نږدې ۱۷ سوه کسانو زنداني کېدل د ریاستي بریا په توګه یادېږي.

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ غړي وايي دا تضاد په ډاګه کوي چې د پاکستان ریاست یوازې د پنجاب د خوشحالۍ او مېلو لپاره لومړیتوبونه ټاکلي، په داسې حال کې چې د بلوچستان او نورو محکومو صوبو ولس د ژوند له لومړنیو حقونو بې برخې او یوازې له عملیاتو، نیونو او زندانونو سره لاس او ګرېوان دی.