هرات کې د طالبانو والي اسلامجار خبرداری ورکړی چې اداري مفسدینو ته د “تښتونکو” یا اختطافګرو په سترګه ګوري او د دوی په نظر د شریعت له مخې به پرې تر ټولو سخته سزا په غوڅ ډول پلي کړي.
نوموړي په هرات کې د یوه روغتون د پرانیستې پر مهال له خلکو وغوښتل چې د مفسدو کارمندانو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او د هر ډول باج اخیستنې په صورت کې د طالبانو مسوولین خبر کړي.
د طالبانو د والي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دې ډلې تر مدیریت لاندې ادارو کې د “پراخ فساد” په اړه سختې نیوکې شتون لري.
یو شمېر هېوادوال ادعا کوي چې په ادارو کې په بېلابېلو بڼو بډې (رشوت) اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه، تېر کال په سمنګان کې د ولایتي روغتون آمر، چې خپله د طالبانو له خوا ګومارل شوی و، د مالي فساد او له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوی و.
د روڼتیا یا شفافیت نړیوال سازمان (Transparency International) په خپل تازه راپور کې ښودلې چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې ۱۲ درجې نور هم کښته شوی دی.
افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې په ۱۵۰مه درجه کې و، خو په ۲۰۲۳ کال کې ۱۶۲مې درجې ته لوېدلی دی.
په دغه شاخص کې افغانستان د فساد ضد مبارزې په برخه کې د سوډان، میانمار، تاجکستان او اریتریا په څېر هېوادونو تر څنګ ولاړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د “جورج ډبلیو بوش” انسټېټیوټ دوو غړو په “نېشنل انټرېسټ” خپرونه کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر څنګ “اداري فساد” یو نړیوال ګواښ دی چې ژورې او پراخې پایلې لرلای شي.
